د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، انقره به په ناټو کې د سوېډن د غړیتوب ملاتړ ونه کړي. اردوغان دا څرګندونې د سوېډن پلازمېنه کې د ترکیې سفارت مخې ته په یوه لاریون کې د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کریم د سوځولو له پېښې له خبر خپرېدو دوه ورځې وروسته کړې دي. د شنبې په ورځ د سویډن د یوه کیڼ اړخي ډنمارکې سیاستوال په مشرۍ یوه لاریون کې د قرآن کریم یوې نسخې ته اور واچول شو. اردوغان ویلي، چې سوېډن باید له ناټو سره د یوځای کېدو لپاره د ترکیې ملاتړ ته په تمه نه شي. ورته مهال د ترکیې دفاع وزیر هم انقرې ته د خپل سویډیني سیال سفر د دغو لاریونونو له کبله لغوه کړی دی.
































