د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، افغانستان له بېساري بشري بحران سره مخ دى. ياد سازمان په خپل تازه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې ١٧ ميليون کسان له سختې لوږې سره مخ دي. د دغه راپور په اساس تېر کال د افغانستان نفوس له ۴۳ ميليون تنو څخه اوښتى و او د نفوس وده يې په کال کې ۲.۳ سلنه ده چې په سيمه کې تر ټولو لوړ رقم دى. اوچا ويلي چې په روان ميلادي کال کې به د افغانستان ۲۸.۳ ميليونه کسان چې د افغانستان دوه پر درېيمه برخه نفوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتيا ولري، ځکه دغه هيواد څو کاله پرله پسې وچکالۍ او دوو کلونـو راهيسى له سخت اقتصادي زوال سره مخ دى. اوچا ويلي چې د بشري مرستو بندېدو، د شتمنيو کنګل کېدو له امله د افغانستان اقتصادي بحران پراخ دى. په افغانستان کې د اقتصادي بحران لامل وچکالي، اقليمي تغيرات او يو لړ نور ګواښونه بلل شوي دي.
































