امریکا وایي په افغانستان کې ځینې بهرنۍ او کورنۍ کړۍ د سولې هڅو د ناکامولو په لټه کې دي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د پنځو څارنوالانو پر وژل کېدو غبرګون ښودلی دی. دغه څارنوالان چې له بګرام او نورو زندانانو د طالب بندیانو په خوشي کولو کې بوخت وو. خلیلزاد یې د وژل کیدو په اړه ویلي چې دغه پېښه باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او امریکا یې د عاملینو د نیولو غوښتونکې ده. نوموړي پېښه غندلې ده او په خبره یې له دې ښکاري چې په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د سولې هڅو د ناکامولو په لټه کې دي چې باید پيدا کړل شي. خلیلزاد ویلي دا د افغانستان د دښمنانو کار دی او په خبره یې دغه ډول بریدونه باید د سولې پر بهیر منفي اغېز و نه کړي. نوموړي همدا راز ویلي چې افغان حکومت او طالبان باید ژر تر ژره د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړي او بین الافغاني خبرو ته دې کېني چې د دایمي اوربند او سولې سبب شي. بلخوا وسله والو طالبانو هم په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي او د افغانستان لویې څارنوالۍ بیا په دې اړه د پلټنو له پیلدو خبر ورکړی دی.
































