په افغانستان کې د یخنۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۲۰ زیات شوی دی. له طبعي پېښو سره د مبارزې د ادارې ویاند شفیع الله رحیمي ویلي چې، له څه باندې پنځوس کورونه بشپړ یا جزیي وران شوي او ۷۰ زره څاروي تلف شوي دي. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د جنورۍ په میاشت کې د تودوخې تر ټولو ټیټه درجه د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې ثبت شوې چې د سانتي ګراد په حساب منفي ۳۴ درجو ته رسېده. په افغانستان کې د یخنۍ دغې بېسارې څپې ډېرې تنفسي ناروغۍ په تېره په ماشومانو کې رامنځته کړي. د رحیمي په وینا یوازې د بدخشان په پامیر سیمه کې ۲۱ کسان د تنفسي ناروغۍ له امله مړه شوي او داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د یو شمېر کورنیو غړي د ګازو د لوګي د تنفس کولو له امله مړه کېږي. د روغتیا وزارت ویلي، تېره اوونۍ ترپنځه زره پورې ماشومان روغتونونو کې بستر شوي دي.
































