اسراییلي ځواکونو د فلسطین په مقبوضه سیمو کې د علمیاتو پرمهال د یوې سپین سرې ښځې په ګډون نهه فلسطینیان وژلي دي. د راپورونو له مخې اسرایيلي ځواکونو دغه پوځي عملیات د لوېدیځې نیول شوې یا تر نیواک لاندې غاړې په جنین ښار کې ترسره کړي دي. د اسرایيلي رسنیو د راپورونو له مخې پوځي عملیات وروسته له هغې شوي چې د دوی په وینا د وسله والو د یوه لوی برید مخه ونیسي. سرچینو ویلي چې په دې عملیاتو کې ۹ تنه فلسطینیان وژل شوي، او په وژل شویو کسانو کې یوه د پاخه عمر لرونکې ښځه هم شته. بل خوا د فلسطینۍ ادارې روغتیا وزارت وایي په جنین ښار کې وضعیت ترینګلی دی ځکه د پوځي عملیاتو پر مهال ګڼ خلک ټپیان شوي هم دي چې روغتیایي مرکزونو ته یې امبولانسونه د لېږدولو پر مهال له ستونزې سره مخ دي. اسرایيلي ځواکونو ددې پوځي عملیاتو په اړه ډېر جزیات نه دي خپاره کړي.
































