د امریکایي ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت په بې سارې توګه لویدلی او د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې یو ډالر په شاوخوا ۲۲۵ کلدارو تبادله کېده. پاکستانیو رسنیو ویلي چې پرون ناڅاپه امریکایي ډالرو د کلدارو پر وړاندې ۲۴ روپۍ پورته ولاړ .سرچینې وایي، تر دې مخکې یو ډالر په ۲۴۳ کلدارو تبادله کېده. دا په دې وروستیو کې د ډالرو په مقابل کې د کلدارو دومره لویدل یو ریکارډ بلل کېږي. د پاکستان د مرکزي بانک د اسعارو د تبادلې قیمت نه دی خپور کړی، خو تېره ورځ د دوی د رسمي قیمت په اساس یو ډالر په ۲۳۰ کلدارو تبادله کېده، مګر په ازاد بازار کې یې قیمت بیا تر دې ډېر لوړ و. پاکستاني رسنۍ وايي چې د ډالرو د ارزښت د زیاتېدو اصلي لامل د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې په ډالرو باندې د مشخص قیمت د ټاکلو ختمېدل دي چې د اسعارو د تبادلې ټولنې کړی دی.
































