بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې نړیوال دې د افغانستان له اوسني حاکمیت سره واقعبینانه چلند وکړي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا الله تکل پر خپلې ټوېټرپاڼې ليکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پال کلومان بكر سره کتلي دي. هغه ليکلي دواړو لورو په افغانستان کې د بشري مرستو امنيت انكشافي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو په هکله خبرې کړې دي. په دې ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي زیاته کړې، د نوي افغان حکومت مثبت اقدامات بايد وستايل شي او مثبت ځواب ورکول شي. متقي یو وار بیا په ټینګار سره ويلي چې په افغانستان کې د فشار اپشنونه کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاريو له لارې مخې ته لاړ شو. د سرچینې په وينا دغه راز په دې ناسته کې دواړو لورو د نیمه پاتې پروژو تعلیم او تربيې او په یو لړ نورو مواردو خبرې وکړې چې د ځينو خنډونو له امله ځنډول شوي دي.
































