په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو ماموریت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې له جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله امنه محمد به افغانستان ته د خپل وروستي سفر راپور ورته وړاندې کړي. په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو ماموریت ویاند شهاد مطر په يوه ټویټ کې ویلي چې دغه غونډه د عربي متحده اماراتو فرانسې او جاپان په غوښتنه نن د افغانستان د وضعیت په اړه جوړېږي. نوموړي زياته کړې چې په غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستياله امنه محمد هم حضور ولري او هغه به افغانستان ته د خپل سفر معلومات هم شریک کړي. یاده غونډه په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله امنه محمد یوه اونۍ مخکې د ملګرو ملتونو له خوا د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلې وه او د سرپرست حکومت له ځينو چارواکو سره يې ليدنې وکړې. نوموړې په یادو ليدنو کې د ښځو پر کار او زده کړو د لګېدلو محدودیتونو پر لغوه کېدو ټینګار کړی و.































