بهرنیو چارو وزارت وايي افغانستان کې د ایران سفیر او ډېپلوماتانو سره يې د دغه هېواد د ويزو ورکړې پروسې پر چټکوالي او د سوداګرۍ او کرنې پر ښه والي او دې برخو کې د نویو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وايي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د ا.ا د ویاند او د یاد وزارت ځینو رییسانو د افغانستان لپاره د ایران له سفير حسن كاظمي قمي، د سفارت مرستیال ډیپلوماتانو او په هېواد کې د ایران د څلورو قونسلګريو له مسوولینو سره وکتل. سرچينې ليکلي په یاده ناسته کې پر سياسي موضوعاتو سربېره د ويزو د ورکړې په برخه کې د لازمې اسانتیا او چټکتیا راوستلو د سوداګرۍ او کرنې په برخو کې د نویو اقداماتو او څو نورو موضوعاتو د بهبود په تړاو خبرې وشوې. تکل زیاته کړې په دې ناسته کې د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ په اړه مفصل بحثونه وشول.
































