په بغلان، لغمان، بدخشان، پنجشیر، بلخ، کابل، پکتیا، سرپل، ننگرهار، بادغيس او غور کې قرآن کریم ته د سپکاوي په غبرګون کې لاريونونه وكړل. د تېرې شنبې په ورځ د سویډن په پلازمېنه کې د ترکیې سفارت مخې ته سوېډني سياستوال راسموس پالودان د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله چې د افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې يې غبرګونونه راوپارول. په ګڼو ولایتونو کې نن د جمعې له لمانځه وروسته زرګونه کسان راټول شوي وو چې مرګ د اسلام او قرآن پر دښمنانو شعارونه يې له ځانه سره لېږدول. لاریون کوونکو له اسلامي نړۍ د يووالي غوښتنه وکړه او د سویډني افراطي سیاستوال ته چې د قرآن کریم سپکاوی یې کړی د سزا غوښتونکي شول. هغوی په سويډن کې د اسلام سپېڅلي کتاب قرآن کریم ته سپکاوی له ټولې اسلامي نړۍ سره د غير اسلامي هېوادونو له خوا اسلام ضد دښمنه پاليسي وبلله او پایلې یې خطرناكي وبللي.
































