سپینې ماڼۍ هغه راپورونه رد کړل چې ګنې روسیې له ا.ا غوښتي هغه وسلې ورته ورکړي چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وروسته هلته پاتې او دې ډلې ته په لاس ورغلي. په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین کوښښ کوي په افغانستان کې د ا.ا حاکمیت په رسمیت پیژندلو په بدل کې هغه وسلې تر لاسه کړي چې د امریکا او ناټو ځواکونو څخه پاتې دي او اوس ا.ا ته په لاس ورغلي. د سپینې ماڼۍ یو چارواکي دا آوازې رد کړي او تر څنګ یې دا هم ویلي چې نشي کولی هغه راپورونه تایید کړي چې ګواکې ط البان غواړي روسیې ته وسلې او مهمات واستوي. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل هم ویلي هغه راپورونه سم نه دي چې ګواکې روسیه کوښښ کوي په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو پاتې شوې وسلې او مهمات تر لاسه کړي چې اوس ا.ا ته په لاس ورغلي.
































