پولنډ غواړي چې اوکراین ته ۶۰ ټانګونه ورکړي. دا د هغو ۱۴ لیپارډ-۲ جرمني ساخت ټانګونو سربېره دي چې مخکې یې وارسا له کییف سره ژمنه کړې وه. د پولنډ صدراعظم ماتیوس موراویکي ویلي چې ۶۰ نور پرمختللي ټانګونه به اوکراین ته ولېږي چې۳۰ یې، پي ټي- ۹۱ ډوله دي. پي ټي- ۹۱ ټانګونه په پولنډ کې جوړېږي، دا د شوروي د وخت د ټي- ۷۲ ټانکونو پرمختللې بڼه ده او اوکراین هم له همدې ډول ټانګونو د اوس لپاره د روسیې پر وړاندې په جګړه کې استفاده کوي. د پولنډ له دې مرستې سره د ناټو د غړو هېوادونو له لوري اوکراین ته د ورکړل شویو ټانګونو شمېر ۱۳۰ ته ورسېد او داسې اټکل کېږي چې دا شمېره به نوره هم لوړه شي.
































