امریکا یو ځل بیا د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کړی چې پر ایران دې نامحدود بندیزونه ولګوي. امریکا د بندیزونو مخکینۍ طرحه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لېږلې او له ټولو غړو هېوادونو یې غوښتي چې د بندیزونو دوام ته مثبته رایه ورکړي. د امریکایي چارواکو په خبره که ایران د وسلو سوداګري او پلور او پېر پیل کړي دا به په منځني ختیځ کې ستر ناورین رامنځ ته کړي. امریکا وایي ایران د ترهګرو ملاتړی دی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي باید دې مسئلې ته متوجه وي. وروسته له دې چې د اوباما د حکومت پر مهال له ایران سره هوکړه وشوه، ټاکل شوې وه چې په اکټوبر میاشت کې دغه بندیزونه لرې شي خو اوس امریکا وایي چې برعکس باید بندیزونه وغځول شي او ایران له محدودیتونو سره مخ شي.
































