ملګرو ملتونو پر افغان حکومت غږ کړی چې پر څارنوالانو د تېرې ورځې برید عاملین دې پیدا کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په یوه ټویټ پیغام کې ویلي چې د عدلي او قضايي ارګانونو پر کارکوونکو برید ستر جنایت دی. د سرچینې په خبره دوی په دې تړاو خپله ژوره خواشیني ښيي او له افغان حکومت غواړي چې ددغه پېښې عاملین پیدا او د اعمالو په سزا ورسوي. تېره ورځ د کابل په ده سبز سیمه کې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو پر موټرو برید وشو چې پنځه کسه پکې ووژل شول. دغه کسانو د طالب زندانیانو د خوشي کولو په پروسه کې په کار بوخت وو. لویه څارنوالي وایي دوی د افغان حکومت د سولې هدف په پوره کولو کې مرسته کوله، خو د سولې او وطن دښمنانو له برید سره مخ شوي. هېڅ لوري تر اوسه ددغه برید مسوولیت نه دی منلی.
































