بهرنیو چارو وزارت په ډنمارک کې د یوه کس لخوا د قران کریم د یوې نسخې سځول او بې حرمتي په کلکو ټکو غندلې ده. د راپورنو له مخې د راسموس پالوډن په نوم د ډنمارک یو ښې اړخې افراطي سیاستوال د ډنمارک مرکز کوپن هاګن کې د یو جومات مخته د قران کریم یوه نسخه سوځولې ده. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاد سپکاوی د هیڅ توجیې وړ نه دی. ا.ا یو ځل بیا له اروپايي هیوادونو څخه غوښتي چې د دغه افراطیانو د کرکې خپرولو مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ په سویډن کې هم د یوه کس لخوا د قران کریم د یوې نسخې د سوځولو راپور ورکړل شوی و چې په پراخه کچه وغندل شو.
































