په هېواد کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر تر شپږ سوه واوښت. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۲۰ کسه د کرونا له امله مړه شوي چې په دې توګه د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر تر ۶۱۸ کسانو پورې رسېدلی دی. وزارت همدا راز وايي چې ۳۲۴ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. د سرچینې په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵۳ مشکوکې پېښې ازمویل شوې چې ۳۲۴ یې مثبتې وې. په دې توګه د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر تر ۲۹زره ۴۸۱ کسانو پورې رسېدلی دی. همدا راز ۴۱۹ کسه نور د کرونا له ناروغۍ جوړ شوي دي چې د ټولو جوړو شوو کسانو شمېر ۹۲۶۰ کساو ته رسېدلی دی.
































