د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه خطرناک لوړ حد ته رسېدلې او د دې هېواد ۴ ملیونه وګړي یې اغېزمن کړي دي. اوچا ویلي، چې ۸۷۵ زره ماشومان په شدیدې ځوارځواکۍ او ۲،۳ میلیونه ماشومان هم په معتدلې حادې خوارځواکۍ اخته دي. اوچا همدارنګه ویلي، چې ۸۴۰ زره امیندوارې او شیدې ورکونکې ښځې هم په خوارځواکۍ اخته دي. دې ادارې ویلي، دوامداره مالي تمویل خورا مهم دی چې د خوارځواکۍ درملنه او مخنیوی یې یقيني شي.
































