د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ د افغانستان په هکله د شریکانو سره د سلا مشورو لپاره پاکستان، جرمني او سویزرلینډ ته سفر کوي. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې وېسټ به په دې سفر کې چې ټاکل شوې تر راتلونکو څلور ورځو به دوام ولري، د امریکا د شریکانو تر څنګ د افغانانو او بشري مرستندویه سازمانانو د استازو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په هکله وغږیږي. په دې اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې توماس وېسټ به په دې سفر کې له خپلو شریکانو سره داسې یو موټی سیمه ییز او نړیوال غبرګون ایجاد کړي چې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو او حیاتي مرستو ته د لاسرسي لپاره ټولیزه ژمنتیا ترې څرګنده شي. د امریکا ځانګړی استازي داسې مهال پاکستان، جرمني او سویس ته ځي چې ا.ا په تېرو څو میاشتو کې په پرله پسې توګه د مېرمنو په کار او زده کړو بندیزونه لګولي دي.
































