ایراني رسنیو ویلي، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل قطري سیال سره په لېدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې له زدهکړو د ښځو او نجونو بېبرخې کول یو ناسم ګام او له شرعي اصولو سره په ټکر کې دی. نوموړي په تهران کې قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په لېدنه کې زیاته کړې، که څه هم ایران د افغانستان له سرپرست حکومت سره مناسبات ټینګ کړي، خو پهدې هېواد کې د ثبات، سولې او ارامۍ لپاره د ټولګډونه حکومت جوړول یوه اړتیا ده.
































