د راپورنو له مخې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ښار په یوه جومات کې یوې چاودنې د پولیسو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دغه چاودنه نن هغه مهال شوې چې د پولیسو په ګډون ګڼ شمېر لمونځ کوونکي په یاد جومات کې د ماسپښين لمانځه لپاره را ټول شوي و. په پېښور کې د «لېډي ریډنګ» روغتون ویاند محمد عاصم ویلي چې دوی ته د پېښې له ځایه ۲۸ جسدونه او ۱۵۰ تنه ټپيان وروړل شوي چې د یو شمېر کسانو حالت خراب دی. عاصم زیاته کړې چې دوی ته په وروړل شویو ټپيانو کې ګڼ شمېر پاکستاني پولیس هم شامل دي. د سکندر خان په نوم یوه پاکستاني پولیس چارواکي ویلي چې د چاودنې له امله د جومات ودانۍ یوه برخه نړېدلې چې ممکن یو شمېر کسان ترې لاندې وي. ویل کیږي په جومات کې د لمانځه پر مهال ۲۶۰ کسانو شتون لاره.
































