د بشري مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفټس افغانستان ته د دې سازمان او نورو مرستندویو موسسو د مشرانو د سفر جزییات تېره شپه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې له خبریالانو سره شریک کړل. نوموړي هیله ښودلې چې ط البان به ښځو ته په کورنیو او نړیوالو نادولتي ټولنو کې د کار اجازه ورکړي. ګریفټس چې د ماشومانو د ملاتړ ادارې سیف دې چیلدرن، پاملرنې او د ملګرو ملتونو د یونېسف ادارې له مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل افغانستان ته د تېرې اونۍ د سفر پرمهال یې د بهرنیو او کورنیو چارو د وزیرانو او د ریاست الوزرا د مرستیالانو په ګډون د ط البانو د حکومت له نهو مشرانو سره ولیدل. نوموړي ویلي د دې سفر موخه، په غیر حکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز لرې کولو ته د ط البانو هڅول او نجونو ته د زده کړو او کار د اجازې ترلاسه کول و.
































