په پېښور کې د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې د پرونۍ چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۸۳ ته لوړ شوی. دې برید ته په کور د ننه او بهر په پراخ کچ توند غبرګونونه ښودل شوي دي. که څه هم په لومړي سر کې د برید مسوولیت د پاکستاني ط البانو غورځنګ یوه مشر ومانه، خو وروسته د ټيټيپي ویاند په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې پر جوماتونو، مدرسو، عیدګاوو او نورو سپېڅلو ځایونو بریدونه نه کوي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش یوه ویاند سټیفن دوچارېک تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې ګوترېش د پېښور په یوه جومات کې ځانمرګی برید په کلکه غندي. دی وايي په ځانګړې توګه دا برید چې په یوه عبادتځي شوی، ناوړه عمل دی. نوموړی وايي، د مذهب ازادي، د نظر ازادي او په سوله ییز چاپېریال کې د عبادت کولو وړتیا د انسانانو له اساسي حقونو څخه دي.
































