ډنمارک ویلي، د افغانستان زیانمنو مېرمنو ته د پناه ورکولو او قانوني کډوالۍ زمینه برابروي. د ډنمارک د کډوالۍ کمېټې پرون ویلي، دوی دغه پرېکړه وروسته تر دې کړې چې ا.ا په افغانستان کې پر افغان ښځو او نجونو د فشار کړۍ تنګه کړه. په راپورونو کې راغلي چې د اروپایي ټولنې د پناه ورکولو ادارې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د خپل راپور موندنې د ډنمارک د کډوالۍ له شورا سره شریکې کړي دي. د اروپایي ټولنې دغې کمېټې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د ا.ا له خوا د دوی په ټکو زیاتېدونکی فشار د اندېښنې وړ بللی دی.
































