د ا.ا مشر د کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې ټول معتادين راټول او تداوي کړي. د ملي راډیو ټلویزیون رییس احمد الله وثیق ویلي، چې د ا.ا مشر حکم کړی څو د هيواد د يوه کان کيندلو عوايد دي د معتادينو په معالجه او د روغتون پر تجهيزاتو ولګول شي. په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي. کورنیو چارو وزارت په دې وروستيو کې له پل سوخته او ځينې نورو سیمو څخه، د نشه يي توکيو سلګونه معتادین راټول او روغتونونو ته د درملنې لپاره یوړل چې د دوی دغه کار په پراخه کچه خلکو هرکلي سره مخ شوی.
































