د روغتیا نړیوال سازمان وایي وایي ټولې نړۍ ته د واکسینو رسول به لږ تر لږه دوه نیم کاله وخت ونیسي. د کرونا پر وړاندې مبارزې په برخه کې ددغه نړیوال سازمان مسوولین وایي دوی هڅه کوي د کرونا ویروس واکسین ژر تر ژره جوړ شي او تایید شي، خو ټولې نړۍ ته رسول یې خورا ډېر وخت نیسي. د سرچینې په خبره تر ټولو کم وخت چې ددغه واکسین رسول یې نیسي لږ تر لږه دوه نیم کاله دی. دغه سازمان وايي چې دمګړی په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس ضد واکسینو پر جوړولو کار روان دی او ژر به یوې پایلې ته ورسېږي. د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې هم ویلي چې که واکسین جوړ شي نو ټولې نړۍ ته رسول به يې اوږد وخت ونیسي.
































