د پیسو نړیوال صندوق پلاوی نن په داسې حال کې پاکستان ته ځي چې د دغه هېواد اقتصاد د سقوط سره مخامخ دی، انفلاسیون لوړ شوی او د کلدارې ارزښت په بېساري اندازه رالوېدلی دی. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په تیرو څو میاشتو کې د مالیاتو د لوړولو او دولتي سبسایډۍ کمولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق غوښتنې ددې لپاره رد کړي چې کیدای شي دا کار د را روانې اکتوبر میاشتې له عمومي ټاکنو وړاندې د خلکو د مخالفت سبب شي. د پیسو نړیوال صندوق پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته ځي چې د تېر میلادي کال سختو سیلابونو هم ددغه هېواد اقتصاد ضربه رسولې ده. د جون د میاشتې سیلابونو د پاکستان درېیمه برخه تر اوبو لاندې کړې وه. د ډالرو د کمښت له امله د پاکستان بانکونو د وارداتي مالونو د تادیاتو له ورکولو ډډه کړې، او له امله یې په زرګونو کانټینرونه وارداتي مالونه د پاکستان د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي او په دغه هېواد کې یې د اړینو خوراکي او نورو موادو سخت کمښت رامنځته کړی دی.
































