د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته په رام الله کې د بې ګناه فلسطینیانو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه. په رام الله کې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره تر لیدو وروسته بلېنکن د هغو بې ګناه فلسطیني ملکي وګړو چې د تېر کال په اوږدو کې د سختو تاوتریخوالو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی خپله خواخوږي او غمرازي ښودلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز د اسرائیل او فلسطین مشرانو ته د هر هغه اقدام پر وړاندې خبرداری ورکړ چې د دوو دولتونو فلسطین او اسرائیلو د جوړولو د حل پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د ارامتیا غوښتنه وکړه.
































