د خیبرپښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ په تانده بند کې د ډوبو شویو ماشومانو د مړو لټون لا هم روان دی او چارواکي وايي چې پرون يې تازه شل نور مړي هم را ایستلي. له دې سره په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ ته ورسېد. په دې پېښه کې د ۱۷ وژل شویو ماشومانو مړي چې د یوې مدرسې زدکوونکي وو د دوشنبې په ورځ یې جسدونه کورنیو ته سپارل شوي دي. په خیبر پښتونخوا کې چارواکي وايي د یوې ديني مدرسې یو شمېر زده کوونکي تانده بند کې د تفریح په حال کې وو چې کښتۍ یې چپه شوه. له دې پېښې یوازې اووه ماشومان ژغورل شوي او د پاتې نورو ډوبو شویو ماشومانو د مړو لټون له دریو ورځو راهیسې روان دی.
































