د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله په پېښور کې د پولیسو پر جومات له برید وروسته، یو ځل بیا په افغانستان کې د پاکستاني ط البانو د پټنځايونو د موجودیت کنايوي ادعا کړې ده. نوموړي په مشخص ډول د افغانستان نوم نه دی اخستی خو ويلي یې دي، چې په يو ګاونډي دوست هيواد کې د ط البانو خوندي ځالې موجودې دي چې هغوی هلته پلانونه جوړوي او په پاکستان کې بریدونه کوي. خو افغان حکومت مخکې په دې اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړې وې. پاکستان بيا- بيا په افغانستان کې د تحريک ط البان پاکستان د پټنځايونو د موجودیت ادعا کړې، خو په دې اړه ېې تر اوسه مستند اسناد نه دي وړاندې کړي.
































