امریکا چې له کلونو راهیسي د سوریې د مخالفو هغو وسله والو ملاتړ کوي چې د بشار الاسد په مشرۍ د سوریې د حکومت د نسکورولو په لټه کې دي، په دغه هېواد کې د خپلو سیاستونو پر ناکامۍ اعتراف کړی دی. د سوریې لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي جیمز جیفري ویلي، واشنګټن په سوریه کې د بشار اسد د حکومت د نسکورولو په لټه کې نه دی. جیفري ویلي، امریکا نه غواړي چې په سوریه کې جامع بریا ته ورسېږي بلکې غواړي د سوریې فعال واکمنان حد اقل خپل چلند بدل کړي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی غواړي د سوریې خلک خپله پرېکړه وکړي چې د دوی هېواد څوک اداره کړي. که څه هم له شاوخوا لس کلونو خونړیو جګړو وروسته د امریکا ماتې د سوریایي وګړو درد نه دوا کوي خو دا په ډاګه کوي چې امریکا بلاخره په دغه هېواد کې له روسیې او ترکیې سیاسي او نظامي ماتې خوړلې ده.
































