د عامې روغتیا وزارت مسوولینو نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، هغه کسان چې پر کرونا ناروغۍ اخته شوي او بېرته ترې رغېدلې دي، بیا ځلي یې پر دې ناروغۍ اخته کېدل ناممکن دي، ځکه چې د رغېدلي کس دفاعي سېستم د یاد ویروس پر وړاندې ډېر پیاوړی کېږي. د نړۍ په کچه شوو تازه څېړنو هم اوس دا خبره ثابته کړې ده. په جنوبي کوریا کې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي د مرکز څېړنو موندلې ده چې په هېڅ ډول یو کس دوه ځله پر کرونا ناروغۍ نه اخته کېږي او په بدن کې یې دغه ویروس نه فعالېږي. د کرونا ویروس د ژنټیکي تجزیې او تحلیل څخه ثابته شوې ده، چې یاد ویروس هېڅ کوم داسې بدلون نه شي کولی، چې د رغېدلي کس له دفاعي سېستم دې ځان پټ کړای شي. له کرونا ناروغۍ څخه د جوړو شویو کسانو وروستیو معایناتو ښودلې چې یاد ویروس د دوی په حجرو کې په مړه او بې آزاره حالت کې پروت و. د یاد څېړنیز مرکز غړي ډاکټر «اوه میونگ دون» ویلي، کرونا ویروس د HIV انفلوانزا او نورو ویروسونو په څېر بدن ته بیا ځلي نه داخلېږي او نه پکې فعالېږي.
































