د اوکراین دفاع وزیر اولېکسي رېزنیکوف وايي روسیه په اوکرایین کې یوه بل ستر برید ته پر چمتووالي بوخته ده. هغه خبرداری ورکړی چې دا برید ښايي پر اوکرایین د روسیې یرغل د یوه کال د پوره کېدو پر ورځ (د فبرورۍ پر ۲۴مه) پیل شي. د رېزنیکوف په وینا مسکو ددغه برید لپاره شاخوا ۵۰۰ زره ځواکونه راټولوي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر سپتمبر کې د جبري پوځي خدمت له لارې د یوه ۳۰۰ زره کسیز ځواک د راټولېدو اعلان وکړ. هغه وویل دا ګام د هېواد د ‘ځمکنۍ بشپړتیا’ تضمین لپاره اړین دی. خو اوس د اوکرایین دفاع وزیر وايي د دغه امر له مخې پوځ کې د ګومارل شویو او اوکرایین ته د استول شویو روسانو اصلي شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي. که څه هم ختېځ کې له دونباس سیمې د سختو جګړو راپورونه شته، خو د اوکراییني ځواکونو لخوا د خېرسون تر بېرته نیول کېدو راوروسته دواړه خواوې کوم د پام وړ پرمختګ نه لري.
































