د اوکراین دفاع وزیر اولېکسي رېزنیکوف وايي روسیه اوکراین کې یوه بل ستر برید ته پر چمتووالي بوخته ده. هغه خبرداری ورکړی چې دا برید ښايي پر اوکراین د روسیې یرغل د یوه کال د پوره کېدو په ورځ پیل شي. د رېزنیکوف په وینا مسکو د دغه برید لپاره شاخوا ۵۰۰ زره ځواکونه راټول کړي دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره سپټمبر میاشت کې د جبري پوځي خدمت له لارې د یوه ۳۰۰ زره کسیز ځواک د راټولېدو اعلان وکړ. هغه وویل دا ګام د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا تضمین لپاره اړین دی. خو اوس د اوکراین دفاع وزیر وايي د دغه امر له مخې پوځ کې د ګومارل شویو او اوکراین ته د استول شویو روسانو اصلي شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي. نوموړی وايي، د دوی پوځي قوماندان به لومړیو کرښو کې د پښو له ټینګولو وروسته ځوابي عملیاتو ته چمتووالی وکړي.
































