په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وایي، د ا.ا حکومت د نجونو او ښځو پر وړاندې د خپلو سیاستونو له امله په رسمیت نه دی پېژندل شوی. لېنډا توماس ګرینفیلډ زیاتوي، واشنګټن او ملګري ملتونه د ا.ا د اقداماتو له مخې قضاوت کوي. خو ا.ا بیا پر دې باور دی چې د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرایط پوره کړي او همداراز یې له تېر څه باندې یو نیم کال راهیسې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ کار کړی دی. تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې، د ا.ا د رسمیت پېژندنې په تړاو خبرې روانې دي. د ویلو ده چې سرپرست حکومت لاتر اوسه د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د ترکیې، روسیې، ایران، پاکستان، جاپان او چین په ګډون یو شمېر هېوادونه په کابل کې ډېپلوماټان لري.
































