په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي منیر اکرم هغه څرګندونې چې ګوندې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندېز تر ډېره کولتوري ستونزه ده، د خلکو پراخه غبرګونونه راپارولي دي. منیر اکرم پرون د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته پخپله و ینا کې ویلي، هغه بندیزونه چې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري لګول شوي، تر ډېره د پښتنو له کلتوري برخې سرچینه اخلي، نه له مذهبه. ده ویلي د همدې کلتور له مخې ښځې باید په کورونو کې وساتل شي. د پاکستان د استازي دغه څرګندونې د یو شمېر خلکو او په ځانګړې توګه د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي دي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق همدې غونډې ته په خپله وینا کې د پاکستاني استازي څرګندونې په کلکه رد کړې. ګڼو افغانانو بیا ویلي چې منیر دې په ملګرو ملتونو کې د ناسمو څرګندونو په اړه له پښتنو بښنه وغواړي. د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان هم دا ډول څرګندونې کړې وې، خو تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستاني استازي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
































