سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د ځانګړي سرمفتش دفتر، کانګریس ته په خپل نوي درې میاشتني راپور کې ویلي، د ۲۰۲۱ په اګست کې د ا.ا له واک ته رسېدو وروسته امریکا د افغانستان په تړاو ۸ میلیارد ډالره مهیا کړي چې د دې پیسو ډېره برخه افغان اتباعو یا کډوالو ته ځانګړې شوې ده. د سیګار په راپور کې، چې پرون خپور شوی راغلي، په دې پیسو کې د افغانستان بانک هغه درې نیم ملیارد ډالره هم شامل دي چې په سویس کې د افغانستان لپاره نوي جوړ شوي صندوق ته انتقال شوي دي. د سیګار د راپور لهمخې، امریکا په یاده موده کې تر ۲ میلیارد ډالره زیاتې پیسې عمدتاً بشري چارو ته ځانګړي کړي دي.
































