یو بریتانوي متقاعد پوځي سامویل اتین الجزیره خبري شبکې ته په یو تحلیل کې لیکلي، چې انګلستان د توکمپالنې بنسټګر او امریکا یې پلې کوونکې ده. نوموړي زیاته کړې، دا استلال په بشپړه توګه غلط دی چې ګوندې بریتانیا د امریکا په پرتله توکمیز عدالت کې ښه ده، ځکه دده په خبره، په بریتانیا کې د تور پوستو تر ټولو کم شمېر دا ښیي چې انګلستان څومره د توکمیز چلن خلاف دی. هغه ویلي، وروستیو تر سره شویو څېړنو ښودلې ده چې په بریتانیا کې هم لږکي له بیلابیلو تبعیضونو سره مخ دي خو دا چې شمېر یې کم دی او پر حکومت د عدالت باور نلري نو غږ نه پورته کوي. نوموړي د خپلې مقالې په پای کې لیکلي، بریتانیا ان د نظام په کچه توکمپالنه کوي او هره ورځ د یو شمېر توکمیزو ناوړه چلندونو شاهده وي.
































