د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون ویلي په غیردولتي ادارو کې د افغان ښځو پر کار د ط البانو بندیز افغانستان کې تر ټولو اړمنو خلکو ته زیان رسوي. هغه پاکستان ته د درې ورځني سفر په پای کې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پر دې او د افغانستان اړوند نورو موضوعاتو یې له پاکستاني چارواکو، سیاسونو، شنونکو، دیپلوماتانو او ژورنالیستانو سره خبرې کړې دي. نېکلاسون ويلي په غیر دولتي ادارو کې د افغان ښځو پر کار د ط البانو بندیز بشري مرستو ته د میلیونونو اړمنو افغانانو د لاسرسي مخه نیسي. نوموړي ویلي چې پاکستاني چارواکو سره افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر اړتیا او د بشري حقونو او ازادیو پر خوندیتوب هم غږېدلی.
































