د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره تر خبرو وروسته د ایران د اټومي پروګرام چټک تشدید وغانده. نتنیاهو په پاریس کې دی او د تهران پر وړاندې د اروپا د دریځ د سختېدو هڅه کوي. مکرون د تېر ماښام تر کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړ، د تهران د اټومي پروګرام دوام به جدي عواقب ولري. اسرائیل له اږودې مودې ایران د اټومي وسلو د جوړولو په هڅه تورنوي، خو تهران ټینګار کوي، چې اټومي پروګرام یې یوازې د انرژۍ د تولید لپاره دی.
































