پکتیا کې يو شمېر خلک او هټیوال وايي چې د دغه ولایت په څمکني، ډنډې پټان، جـاني خیل، ځاځي اريوب او احمد خېلو ولسوالیو کې اوس هم راکړه ورکړه په کلدارو ترسره کېږي. دوی زیاتوي، د پکتیا یادې ولسوالۍ له پاکستان سره پر پوله پرتې دي نو ځکه په کې راکړه ورکړه په کلدارو ترسره کېږي. هټیوال وايي چې شاوخوا څلور کاله مخکې په ټول هېواد کې پر کلدارو راکړه ورکړه بنده شوه خو په دې ولسوالیو کې اوس هم چليږي. دوی زیاتوي د کلدارو په پرتله د افغانيو ارزښت او ثبات ښه دی خلک باید راکړه ورکړه په افغانيو وكړي. بل لور ته حكومتي مسوولین هم دغه مسئله تاییدوي. د پکتیا د والي ویاند عبدالقادر احمدي وايي، ولايتي اداره هڅه کوي چې د یوه کمېسیون په جوړولو سره د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د کلدارو چلېدو مخه ونیسي او د افغانيو دودولو لپاره کار وکړي.
































