په داسې حال کې چې د اوکراین د باخموت سیمې په ځینو برخو کې د جګړې لمن پراخېږي، اروپایي ټولنې او کاناډا د روسیې پر وړاندې د نویو بندیزونو خبر ورکړی دی. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزېف بورېل او د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي پرون په جلا ټویټونو کې د روسیې پر ضد د نویو بندیزونو په اړه ویلي دي. بورېل ویلي چې دوی د اوکراین ترڅنګ له دغه هېواده د دفاع په هڅه کې دي. ورته مهال د اروپایي ټولنې لوړپوړی پلاوی، چې له دوو ورځو راهیسې له اوکراینه د لیدنې په حال کې دی د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلینسکي سره په لیدنه کې یې د روسیې پر وړاندې د لا زیاتو بندیزونو موضوع هم مطرح کړې ده.
































