د افغاني سرې میاشتې ادارې سرپرست مطیع الحق خالص وايي د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ټول هیواد کې د ژمي د سختې څپې، سړې هوا، ګاز نیونې او اورښتونو له امله ۱۷۵ تنه هیوادوال مړه شوي او شاوخوا ۳۰ تنه نور ټپيان شوي. نوموړي په یوه ویډیو پیغام کې زياته کړې، چې ۱۰ ميليونه افغانان عاجلو مرستو ته اړتيا لري. مولوي خالص له نړيوالو او مرستندويه ادارو غوښتي، چې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره دغو خلکو سره عاجلې مرستې وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې نړيوال ارګانونه د عاجلو مرستو د مستحقو افغانانو شمېر تر ۲۰ میلیونو ډېر ښيي.
































