د پروان او سمنګانو ولایتونو په بېلا بېلو ترافیکي پېښو کې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سمنګانو سیمه ییز مسوولين وایي، چې د سمنکانو – بلخ په سړک د یوې ترافیکي پېښې له امله ١٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د ترافیکو اداره وایي چې دا پېښه د بلخ پر لویه لاره د حضرت سلطان ولسوالۍ په غزنیګک سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې. سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه کې یو تن مړ او د دوو ښځو په ګډون ۹ نور ټپيان شوي دي. د یو بل خبر له مخې، د پروان سیمه ییز مسوولين وایي، چې د غوربند درې شینوارو ولسوالۍ کې د بېلابېلو ترافیکو پېښو له امله ١٤ تنه ټپيان شوي دي.
































