تېره اونۍ نږدې اته زره افغانان له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي. باختر اژانس ویلي، دا افغانان له ایران څخه د ورېښمو له لارې افغانستان ته راغلي. د راپور لهمخې له دغو بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو سره د کډوالۍ نړیوال سازمان له خوا د خوراکي توکو او پیسو مرستې هم شوي دي. د ا.ا له بیا واکمنېدو د اقتصادي ستونزو، ګواښونو او اوزګارتیا له امله لکونه افغانان له هېواده ووتل چې ډېر یې په ایران او پاکستان کې مېشت شول.
































