د افغاني سرې مياشتې مسوولين وايي، د تېرو اووه میاشتو پر مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۳۴ زره او ۱۰۳ کورنیو سره چې ۹۳۸ زره او ۷۲۵ غړي لري مرستې شوي دي. د سرې مياشتې ویاند عرفان الله شرف زوی وايي، چې چې یاد شمېر کسان له ۱۳۴ زره او ۱۰۳ کورنيو څخه دي. نوموړي د نغدو پیسو د اندازې په اړه معلومات نه دي ورکړي. خو هغه زیاته کړې چې په غيرنغدي مرستو کې اوړه غوړي لوبيا، وریجې، بوره، چای، کمپلی ،خیمې، ترپالونه او د اوبو کولرونه شامل دي.
































