د جرمونو د نړیوالې محکمې غړو هېوادونو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د جنګي جنایتونو د څېړلو په تړاو ددغه محکمې له پرېکړې دفاع کړې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې ۶۷ هېوادونو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دوی په افغانستان کې د جرمونو نړیوالې محکمې له اقدام ملاتړ کوي او ددغه محکمې له پرېکړو دفاع کوي. یادو هېوادونو همدا راز د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې هم غندلې چې ګواکي د جرمونو پر نړیواله محکمه به بندیزونه ولګوي. د سرچینې په خبره ټول غړي هېوادونه ددغه محکمې له خپلواکۍ، چارو او غړو دفاع کوي او د هغو هېوادونو پر وړاندې درېږي چې د یادې محکمې خپلواکي له ګواښ سره مخ کوي. د جرمونو نړیواله محکمه وایي دوی په افغانستان کې د طالبانو، افغان او امریکایي ځواکونو جنګي جنایتونه څېړي او ټولو هغو شکایتونو ته رسیدګي کوي چې په دې تړاو شوي، خو امریکا ددې کار مخالفت کړی دی.
































