د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه وايي، د یوې سروې پر بنسټ په افغانستان کې ۹۳سلنه نا دولتي موسسې یا بندې شوي یا یې په جزوي توګه خپل فعالیت بند کړی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه وايي، په افغانستان کې له نا دولتي موسسو شوې سروې ښېي چې له دوی ۹۳سلنه یې په خپلو ښځینه همکارانو له کار بندیز وروسته، خپلې چارې په ټپه درولي یا یې په جزوي توګه کارونه روان دي. دې ادارې تېره شپه ناوخته په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د بشري مرستو رسولو په برخه کې د افغان نجونو او ښځو ونډه مهمه ده.
































