د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د زلزلې له امله یوازې ترکیه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۹۱۲ کسان وژل شوي دي. اردوغان زلزله کې د ژوبلو کسانو شمېر ۵۳۸۳ یاد کړی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د کره مرګژوبلې اټکل نه شي کېدی، ځکه لا هم په زلزله ځپلیو سیمو کې د خلکو د ژغورنې او لټون هڅې روانې دي او ښايي شمېر له دې هم لوړ شي. اردوغان خبریالانو ته ویلي، دا له ۱۹۳۹ کال راهیسې ترکیه کې تر ټولو لوی انساني ناورین دی، چې شاوخوا ۲۸۱۸ ودانۍ یې نړولي دي.
































