د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف اجراییوي مرستیال وايي، افغانستان د تېرو ۱۵ کلونو له تر ټولو سخت ژمي سره مخامخ دی. عمر عبدي په یوه بیان ویلي چې د افغانانو بشري اړتیاوې خورا زیاتې دي. د یونیسف دې چارواکي ویلي چې که له افغانانو سره مرستې ونه شي نو یو بشري ناورین به رامنځته شي. د عبدي په وینا دا مهال شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان مرستو ته اړ دي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم په سږني ژمي کې بشري مرستو ته د افغانانو پر جدي اړتیاوو ټینګار کړی.































