د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونيو ګوترېش ویلي چې په نړۍ او افغانستان کې د ناامنۍ په تړاو اندېښنې باید درک شي. نوموړي همدارنګه د ملګرو ملتونو په سازمان کې په خپله کلنۍ وینا کې ویلي چې افغان مېرمنې او نجونې له سختو بندیزونو سره مخ دي او دغه راز لاهم په افغانستان کې ترهګریز بریدونه دوام لري. نوموړي افغانستان ته د خپل مرستیال سفر ته په اشارې ویلي چې ملګري ملتونه په هر ډول شرایطو کې د بشري حقونو د رعایت په اړه د یوې اجماع غوښتونکي دي. انتونيو ګوترېش یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې مارټین ګریفټس کابل ته له سفر وروسته تمه ښودلې وه چې ښايي ا.ا مېرمنو ته د کار او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
































